Mon 19 Nov 2007
راځې که نه راځې
راځې که نه راځې
ليکوال:محمدجان حسني
نورنو څومره انتظار راځې که نه
چې دې وکړمه ديدار راځې که نه
شپه ورځ باندې پوهېږم نه ظالمې
راته جوړ دغم انبار راځې که نه
هسې ګرځمه راګرځم بې له تا
دنېا هم لکه انګار راځې که نه
چې مې مخې ته ولاړه يې څه غم دې
زه به ومنم سنګسار راځې که نه
چې لاړ شمه په خيال کې ستا دزلفو
بيا مې زړه شي لږقرار،راځې که نه
ته مې ډېره يې زړه کې کېناستلې
په دې تل کوم اقرار راځې که نه
تا ووينمه بيا به در ته وکړم
دخپلې مينې اظهار راځې که نه
زه به هم په سر قبول کړم صنمه
دفرهاد د تېشې وار راځې که نه
که مې ته شې همسفر اوهملارې
پرې به وکړم افتخار راځې که نه
دزلفو په زنځير دې يم تړلې
نور نو بس کړه زما ازار راځې که نه
جې ته نه يې دنيا نه پسي تېر يم
زه به هر څه کړم ايثار راځې که نه
Sat 17 Nov 2007
دپښتون حال
دپښتون حال
لیکوال:محمد جان حسنی
پاڅه ويښ شه اي زما دسترګو توره
سترګې وغړوه حال دپښتون ګوره
دهشتګر نوم يې پرې ايښې ظالمانو
خلاص به نشي ترې هر يو ښايي تر ګوره
قتل عام په پښتنو باندې رواندې
څوک يې خاورو نه کړل لاندې څوک بې کوره
دوى بې وزله خلک وژني عالمان هم
مکتبونه يې را وران کړل ښه په زوره
نور نو يو شه اي دلراوبر پښتونه
تل دې لوړ غواړمه زما دزړه ټکوره
Sat 17 Nov 2007
دزمرو وطن
دزمرو وطن
ليکوال:محمدجان (حسني)
دغه هسک غرونه چې وينې دزمرو وطن دې
دا ډګر داتلانو ، پښتنو وطن دې
دې کې خاورې هيرې شوي دانګليس هډوکي
دا بې شک دحماسو او پرګنو وطن دې
تورې شرنګ يې روس په ګونډوکړي دې بېتاب دې
پوهېدلي دي چې دا دزمريالو وطن دې
هرې مور يې داحمد په څېر بچى روزلې
په پښتو د مينانو اوشملو وطن دې
هر افغان په وينو دا آزاد دې ساتل شوې
دې کې تانده هره لښته،او وږمو وطن دې
Sat 17 Nov 2007
غزل
غزل
لیکوال:محمد جان حسنی
ستا په مخ دتورو زلفو دغه حال زما خوښيږي
په کې زانګمه لاليه دغه ټال زما خوښيږي
شونډو خال خو دې دحسن نظر مات دې ښايستې
په سرو شونډو دې دا ښکلې شانته خال زما خوښيږيتورو زلفو په ځنګل کې دى را ګير کړم پاړوګرې
زلفو ول ته دې حيران يم دا کمال زما خوښيږي
څوارلسمې سپوږمۍ مخ دې دى نظر نشې نظر
پېرزو کړې يي درباندې دا جمال زما خوښېږي
"حسني" صفت يي بس کړه که نه روغ به لېونې شې
نرۍ ملا يي لکه لښته ده دا چال زما خوښېږي
Sat 17 Nov 2007
بېلتون
بېلتون
ليکوال:محمد جان حسني
چې ته نه يي سهار او دا ماښام کله تېريږي
ځمکه ځاى نه راکوي دا هنګام کله تېريږي
ديار دغم لښکرې مې په زړه دي راوختلي
سختي دبېلتانه په هر اندام کله تېريږي
هغه بلې ډيوې مې اوس په کور کې دي مړې شوي
شرير بېلتون دلاسه ژوند مدام کله تېريږي
راشه!هله راشه د ژوند وروستۍ سلګۍ وهمه
په ژبه مې نور دا لفظ او کلام کله تېريږي
هوښياران خو په ژوند کې هڅه اوهاند کړي زماياره
په دې لاره هر کس بې له مرام کله تېريږي
دا دنيا ده يوه لار اودغه خلک رهګذر دي
هر وګړې له دې څخه بد نام کله تېريږي
ستا مينه مې په زړه کې ده ساتلې پدې وياړم
پښتون زړه خو آزاد وي نو غلام کله تېريږي
Wed 14 Nov 2007
طنز
طنز
ليکوال:محمد جان حسني
يوشاګردله خپل ښوونکي وپوښتل چې ښوونکې صېب ددې لوړفشار اودبازار دنرخونوڅه توپيردي؟ښوونکي چې دغه خبره واورېده نوډېرحيران شواوله ځان سره يې وويل چي دا نو څه رقم پوښتنه ده اوبل دا چې دا خو له يوله بل سره نه مقايسه کيږي. نو دا چې په صنف کې کم رانشي خپل شاګرد ته يې وويل:
بچيه!توپير يې دادى چې کله فشار لوړ شي نو بيرته راټيټيږي او دبازارنرخونه چې لوړ شي بيرته نه راټيټږي او په خپل ځاى پاتې وي.
Tue 6 Nov 2007
دشيخ احمد ديدات مناظره له عيسوى کشيش شوربرگ استنلي سره
آيا انجيل ريښتيني کلام د خداى (ج) دى؟
د لومړى ډيسک لومړى برخه
موضوع: د شوربرگ استنلى دليلونه د انجيل دريښتينوالي په باب.
ژباړن:د روان شناسي پوهنځى د لومړى کال زدکړيال
ترتيب او تنظيم : محمد جان (حسنى)
آيا انجيل ريښتيني کلام د خداى (ج) دى
مسلمان وياند: بسم الله الرحمن الرحيم (( شروع کوم د الله په نامه چى دير مهربان او رحم کونکى دي)) محترمو ورونو او خويندو او ښاغلو تاسى ته ښه راغلاست وايم او دخداى رحمت دى وي پرتاسى.
مونږ د ښاغلى استنلى روحانى پيشوا ((کشيش)) څخه د دغه بحث [ آيا انجيل ريښتني کلام د خداى (ج) دى ] د موقع د برابرولو څخه ډيره مننه کوم د ښاغلى ديدات دا لومړى سفر اسکاندينو يا ته دى . زياتره خلک ده ته پروفيسور ديدات داکتر ديدات علامه ديدات خطاب کوى لکه څنګه چې ښاغلى ديدات ونه غوښتل چې تاسوته خپل معذرت وړاندى کړى نوزه تاسوته وايم چې ديدات نه پروفيسور نه داکتر او نه علامه دى هغه يو عادى سړۍ دى هغه مسلمان د عيسوى انجيل عالم دى . چى نن ماښام به انشاء الله خپلې تجربى به له مونږ سره شريکي کړى او اوس غواړم چى د خبرو وار محترمى خور ماريا نيلسن چى ددي جلسى رئيسه ده ورکړم.
ميرمن ماريا: ښه ، د عيسى مسيح په نامه ، زه تاسى ټولو ته ښه راغلاست وايم او غواړم چى ښاغلى کشيش اش جوبرګ تاسوته دروپيژنم باور لرم چې زياتره له تاسوسره دغه په باره کې معلومات لري اوله پخوا څخه يې پيژنى هغه ددغه کليسا کشيش ((ساتون)) ده اوله ډيري مودى څخه په ساکون کې ژوند کوى نوموړى په اسلامى هيوادونو کې هم ژوند کړى دي. اوښه معلومات يې په باره کې لري. اوس تاسى ته اطلاع د کوم څرنګه مو چې تصميم نيولى وه خپل بحث شروع کوو. په لومړى پړاوکې ښاغلى ديدات د پنځوس (٥٠) دقيقو لپاره د وينا وقت ورکوو او وروسته ښاغلى اش جوبرګ ته (٦٠) دقيقو لپاره به خبرى وکړى او په وروسته د اش جوبرګ له وينا څخه يو ځلى بياهم ښاغلى ديدات دلسو(١٠) دقيقو لپاره به بحث شروع وکړى کله چى خبرى پاى ته ورسيدلى مونږ ټول هغه کسان چى پوښتنى لري وبه غواړو چى لين شى او هغه څوک چې له ښاغلى اش جوبرګ پوښتنه لري مهربانى دى وکړى هغه اړخ ته لين شى او په صميمانه له تاسو څخه غوښتنه کوم چى پوښتني مو واضح او څومره چى امکان ولري لنډى وي زمونږ او تاسى محدوده وقت تر نهو (٩:٠٠) بجو پورى دي له نه زياده نشوکولاى ادامه ورکړو يو ځل بيا تا سوته هر کلى وايم.
مسلمان وياند:- ورونو او خويندو ميرمنو او ښاغلو مخکى له دى څخه چى د خبرو پيل ښاغلى ديدات وکړى زه غواړم چى تاسوته يو ټکى درياد کړم چى دايوازى يو بحث دى تاسى بايد خپل احساسات کنترول لاندى ولرى او اوس له ښاغلى ديدات څخه په صميمانه ډول غوښتنه کوم چى خپلى ويناوى پيل کړى.
ښاغلى ديدات :- (اعوذوباالله من الشيطن الرجيم)(بسم الله الرحمن الرحيم) (پناوړم الله ته له شره د ګمراه شوى شيطان څخه ) (شروع کوم په نامه د هغه خداى چى مهربان اود رحم والا دى).
ښاغلى رئيس صاحب او ګرانو ورونو او خويندو مخکى زماد وقت پيل کيدو څخه د يوى خبرى ويل غواړم او هغه دا چى له ښاغلى کشيش څخه دهغه د تحفى له راليږلو څخه يې ماته په سويلى افريقا کې راليږلى وه شخصاً مننه کوم ټيپى کست يې ماته په هغى کې يې ځان ماته را وپيژنده او دهغه د خبرو کولو رويه چې مله يې کړى که چيرى اضافى وخت راکړشو او وسايل تيار شوى وه له تاسى څخه غوښتنه کوم چې د ښاغلى کشيش استنلى خبرى واورى. د هغه مينه دهغه عاجزى او دهغه بې کبرى چې زمازړه يې غوښته که چيرى عاجزى او ښکلو خبرو کولاى شو چى يو انسان مرتد کړى يعنى زړه کې يې بدلون راوړى بې له شک څخه هماغه وقت چې زه دلته را غلم ډير زر به مې هغه د باندى ويستلى وه او ورته به مې ويلى وه چې وروره ما دکشيش په حيث قبول کړى.
خو د اصل موضوع د مخ اړولو لپاره زه هم غواړم چې ووايم. زه هم غواړم چې يو ارزښتناک څيز چې لرم او هغه دا پاک (سپيڅلۍ) کتاب دى چى مونږ مسلمانان يې دا اخرينى وصيت نامه بولو ښاغلى کشيش چى ماته به چلنج راکړى وبه وايې. ((وګورى مونږ ټولى وصيت نامى پيژنو، مونږ دقديم او د اوس د وصيت نامى په باره هم پوهيږو خود آخرينى وصيت نامى په باب مو تراوسه پورى څه ندى اوريدلي)) خو نه د همدغه لپاره چى د پوهى او دعلم خاوندانوته دا واوروم که چيرى کوم څيز د قديم وصيت نامى په شان موجود وى او ياکوم څيز د نوى او جديدى وصيت نامې په شان موجود وى همدارنګ يو څيز شته چې آخرينى وصيت نامه وى . چى دا آخره وصيت نامه عبارت دي له سپيڅلې قرآن څخه او زه دا کتاب ښاغلى کشيش ته وړاندى کوم چى ممکن د ده دژوند چه آخرو کې چى يې تيروى شايد دا کتاب وکولاى شي چى زړه ته يې بدلون ورکړى . دا کتاب يو دايرة المعارف دى چى يو ٢٠٠٠ پاڼو لرونکى دايرةالمعارف دى.زه له هغه او يا دهر يو له تاسو څخه غواړم چې دا کتاب ولرى. کولاي شى چى د باندى (بهر) څخه ئي تر لاسه کړي.تو قع نلرم چې په يو (٢٠٠٠) پاڼى لرونکې کتاب په بې اعتدالى سره تجاوز وکړى. ووينى د دى کتاب د آسانتيا په خاطر د پاستو او همداراز ستاستو د ټولو لپاره زه هغه او تاسي ته وايم چې په پاى دا کتاب کې يو د پوهى وړ سرليکونو لړليک (فهرست )ده که چيرى تاسى دي سرليکونو لړليک (فهرست ) ته ځير شى هر هغه څيز ته چى ضرورت ولرى يا پام مو وګرځى چې هغه تاسى مطالعه کړى او يې څيړى تاسى دى ته ضرورت نه لرى چى ټول کتاب له سره تر آخيره پورى ولولى زماپه نظر هيڅوک دومره وخت نلرى چى داسى وکړى. د مثال په توګه په سرليکونو لړليک (فهرست )کې د څه شى په باره کې معلومات غواړى د خداى(ج) په باب معلومات پيداکړى نو دخداى (ج) حرف ووينى او که غواړى د عيسى (ع) په باب معلومات پيداکړى نو د عيسى(ع) حرف ووينى. او يا غواړى د عيسويانو په باب چى قرآن ويلى ښه عيسويان لکه د استنلى ورور په شان معلومات واخلى، قرآن څه ويلى په قرآن کې وايې.
بسم الله الرحمن الرحيم (( په تحقيق سره نږدي ترين ملګرى (( له انصارو)) څخه پيداکوى د هغو چا لپاره چى ايمان يې راوړى (( په عقيده او ايمان)) هغوى چى وويل مونږ نصرانيان يو.)) دادى لپاره دى چى ځنۍ د دوى څخه چې عالمان او ګوښه کيناستونکې دى له دويڅخه (عيسويان) چى خپل ژوند کې يې يوازى زدکړه کړى، له هغو خلکو څخه دى چى دنيايې پريښودلى ده او هغه خلک دى دوى چى کوښه کيناستونکې دى.))
(( او په تحقيق سره دوى لويي نکوى)) . مفسر د ښو عيسويانو په باب داسى وايي (( زه کتاب له مخى وايم ٥ سپاره ٨٥ آيت تفسير داسى وايي ( دا معنى نلرى چى هغوى خالص عيسويان اوسى خو هغوى هغه حساس عيسويان دى چى عنعنات او اسلامى فضليت ته قدردانى کوى لکه حبشيان هغه خلک دى چى مسلمانان د هغوى شاته تلل هغوى ويل صحيح ده چى مونږ عيسويان يو خو مونږ ستاسو هدف درک کوو او مونږ پوهيږو چې تاسى نيک خلک ئي ددى کتاب مصدر وايي چې هغوى د زړه نه مسلمانان وو. که څه هم چې هغوى په هر مقام او رتبى کى ؤ . اوس کولاى شى خپل ځان ميزان کړى که چيرى پستى کاستل (( هغه کسان چى اختر د روح القدوس نازليدل په حواريون باندى ديادګار په دود نيسى)) که چيرى کاتوليک او رمانى ياست او ................. ياست او يا هر او يا په هرمقام چى اوسى خو که چيرى دغه مشخصات په تاى کې اوسي:مونږ: تاسى ته مسلمانان وايو. اوس کولاى شي پيل کړى او پيداکړى څه شى چى عواړى.
زمونږد بحث يا د خبرو او اترو موضوع ( آيا انجيل ريښتني کلام د خداى(ج) دى؟) پرته د کوم جدال يا بحث ، پرته له کومى مقابلى ، پرته له کومى حقوقى قضيى ، جنايي ، الهيات او کومې دينى موضوع ، لومړى څيز چى بايد سرته يې ورسو د دوي د مدرک تشخيص کول دى . ښه کله چى تاسى د انجيل په باب خبرى کوى عموماً خلک وايې چى فقط يو انجيل دى خو زه دلته تاسى ته ښکاره کوم دغه کوچنى کتاب چى تاسى يې وينى دا کتاب مقدس انجيل دى. چى دريم شرح ( هو کاتوليک ورمانى ) په نامه ياديږي استنلى وروره آيا په دغه کتاب چى ليکل شوي دى عقيده لرى چى مقدس انجيل دى ؟ آيا دغه منى (قبلوى)؟ دغه لومړى ګڼه يې دغه دويمه ګڼه ئي . زه دلته له ځان سره انجيل (مرجع) سکوفيلدلرم دغه انجيل د اتو د دين (الوهيت) د علم ډاکترانوپه واسطه جمع شوي او ترتيب شوي هغوى د کتاب جوړ کړى اساس د ده کتاب مربوطه د کنګ جيمس د شرح پورى دى آيا تاسى ددغه انجيل په باب خبرى کوى ( دکاتوليک رومانى انجيل يا ددغه پورتستانى انجيل )؟ دغه انجيل مخکى له دى څخه چى پري راشم . سويدنى انجيل چې دا هم د کنګ جميس شرح دى آيا همدغه انجيل دى چې تاسى ئي په باب خبرى کوى اوبل زه دلته جوړه کتاب لرم چى مکمل يوشي اويوشان دى پوره يوشان انجيل دغه کى هم اصلاح شوي ترجمه ليکل شوي ده او په دغوکې هم يو له دغو په کال ١٩٥٢ م کى چاپ شوى او بل يې په ١٩٧١ کې چاپ شوى دى کوم يو يې د خداى (ج) کلام دى تاسى کوم يو يې د خداى (ج) کلام په حيث منى (قبلوى )؟نو ځکه بايد تاسى مونږ ته مشخص کړى او که چيرى مرسته وکړى چى کوم يو له دغو انجيلو څخه ومنم.
يو له دغو دواړو جوړو انجيل څخه سويدنى انجيل پروتستاني انجيل او که کاتوليک رومانى انجيل وروسته بيا کولاى شو چى مخکى لاړشو اوکه نه مونږ نه پوهيږو چى تاسى د کوم يو انجيل په باب خبرى کوى د دى لپاره چى دغه ټول انجيلونه سره مختلف دى په خداى دغه يو شان او يو ندي . حتى دغه دواړه جوړه يوندى دغه ممکن مشابه په نظر ښکاره شى خو يوشان ندي. نو پدى لحاظ که چيرى تاسى ماته د پوهيدلو حق راکړى چى کوم يو انجيل ستاسى هدف دى . دهمغى موضوع د تلو لپاره که چيرى ښاغلى پاستر(استنلى) هماغه انجيل چى د خداى(ج) د کلام په حيث يې منى انتخاب کړى نو آسانه په کړۍ. ښاغلى پاستر : کله چى زما وار راورسيږى تاسى ته به زه ځواب درکړم ځکه چى ماښه ځواب تاسى ته پيداکړى دى.
ښاغلى ديدات: ښه مننه: کله چى يو له د دغو انجيلو څخه خلاص کړو عموماً زه د نوموړو انجيلو په باب خبرى کوم کله چى يو له دغو انجيلو څخه خلاص کړو يو يو کتاب د هغه لومړى آيت لومړى سپاره يا د لومړى حصى لومړى آيت د تکوين په باب داوايې (( په پيل کى خداى آسمان او ځکمه پيداکړه)) د خداى کلمه په عبرى(اسرائيلى) ژبه کې هيلو هيم ده او دخديانو په معنى ده په اسرائيلى ژبه کې هيل اوهيلو د خداى په معنى خو هيلو هيم په معنى د خدايانو له هر يهودى عالم چى پاستر له يهودانو سره ښى اړيکى لرى که نن شپه ونه شوه نو سباشپه يوبل بحث يوله نږدى ځايو نو دهغه د کليسا څخه لرو او کولاى شو چى يو ربى ( يهودى عالم ) هم راولو اوله هغه ربى څخه به داپښتنه وکړو چى مهربانى وکړه د هيلو هيم کلمه تر جمه کړه که چيرى هغه صادق اوسى هر عالم چى په عبرى ژبى پوه وى نو وبه وايې خدايان دى. خو هره ترجمه بيرون له استثناڅخه چى په سلوګونو ترجموعيسويانو کړى دي هغوي پوهيږى چى لومړى کلمه چې په لومړى جمله کې غلطه کړى ده چى د خداى په عوض بايد خدايان اوسى. داڅه لوبه ده؟ ولى خلکوته فريب وکوى ؟ که چيرى خداى دى نو تاسي يې ولې خدايان ترجمه کوى تاسى په جمله کې غلطى کړى ده که چيرى دغه دخداى کلام دى څرنګه چى پاستر په هغه کست کې ماته ويلى وه چى هغه يو بنسټ ايښودونکى دى ما وخندلى . هغه داسى سړى دى چى پاڼه په پاڼه له اوله څخه ترآخره هغه پدي عقيده لرى چې دا دخداى کلام دى هيڅ تغير يې ندى خوړلى هيڅ تغير ښه ده اما کاربه آسان کړى هغه باور لرى چې هر شى د خداى کلام دى نو دا کلمه پدى جمله کې څه شى دى که چيرى خداى دى نو تاسى حق نلرى ورته تغيرورکړى هيڅوک حق نه لرى چى په کې بدلون راوړى .
هغه کلمه چى آسمان او ځمکه يې پيداکړى . اوس د کنګ جيمس په پنځمه شرح کى د آسمان کلمه په آسمانونو باندى تغير ورکړى شوي چيرى چى د خداى کلمه جمع ده آسمان مفر په څير راغلى او چيرى چى د خداى کلمه مفرد ده آسمان د جمع په څير راغلى . اوس زه غواړم چى و پوهيږم جى آيا عيسويان اوياکوم بل عالم د عيسويانو لکه پاپ او نور داحق لرى چى په کتاب کې کومه کلمه زياته کړى اويا اوباسى (کمه) او يا معنى ته يې تغير ورکړى . زه پوهيږم چى انجيل ته آخرينى کتاب وايې. او وائې که څوک يوه کلمه ورڅخه کمه اويا زياته کړى هغه مړکيږى زه له ښاغلى پاستر څخه غواړم چى دا واضح بيان کړى چى چا دا کار کړى او کوى که چيرى دغه کتابونه د الله کلام وى. اوبل داچى د قديم په لومړى وصيت نامى کې يعنى (( کاتوليک رومانى پنج کتاب)) : جينيس(( تکوين)) اکسيدس ((لوتکس)) کتاب راويان (نمبرس (شمارى) ) او د يورترونمى(( دتشنيه سفر)) کې اوه سوه ٧٠٠ ځل مونږ ته دابيان شوي چې د داخداى کلام ندى د داخداى کلام ندى او(٧٠٠) ځل تاسى دا لولى چې خداى موسى ته وويل او موسى خداى ته خداى موسى ته وويل او موسى خداى ته وويل يعني چې نه خداى موسى ته هغه خبرى کړى او نه موسى هغه کلام ليکلى ده دغه د دريم شخص يا کوم بل نفر ويناده چى ده هغه خبرى اوريدلى وى چى خداى دغه شى موسى ته وويل او يا موسى دغه شى خداى ته وويلى. وه سوه (٧٠٠) ځلى مونږ ته داويل کيږى چى دا دخداى کلام ندى نو بناً دغه پنځه کتابونه موسى ته نسبت ورکول کيږى خو په آخر د ديوتر ونومى( د تشنيه سفر) کتاب کې په څلور ديرشمه (٣٤) سپاره کې (( موسى د خداى بنده په نامعلومه دښته کى مړشو)) يعنى ((په تيره زمانه کې)) نظر د خداى په خبره ((او خداى هغه يې په يوه نامعلومه دښته کې خښ کړ چې هيڅوک د هغه په قبر تر اوسه پورى نه پوهيږى)) دغه کوم بل چا ليکلى دى. موسى پدى توانا نه ؤ چى مخکې د خپل له مرګ څخه خلکو ته ووايې چى زما قبر به هيڅوک ونه وينى او کله چى موسى وفات شو يو سلوشل (١٢٠) کلن وه . آيا دغه موسى ليکلى دى (( او کله چې وفات شو نه سترګى يې تورى يعنى کم نظره شوى وى اونه طبيعى قوت يې کم شوى ؤ)) يعنى هغه تر اوسه هم په کافى اندازه قوت يې درلود چې يوه بله (١٦) کلنه انجلى هم واده کړى هغه هماغه قوت درلود. آيا موسى دغه خبره کړى ؟ آياهغه ويلى وه چى طبيعى قوت يې کم شوي نه ؤ مخکې له دى څخه چى مړى شى؟ (( او بل پيغمبر هلته ودريده ددى لپاره چى اسرائيل موسى يې خوښيدل هغه موسى چى مخامخ له الله سره يې خبرى کړى)) آياموسى دغه خبره کړى وه ؟ نو بيا مونږ وايو چى نه سربيره پردى چى د الله کلام ندى بلکې د موسى کلام هم نه دى. کوم بل يوه دا ليکلى دي. که چيرى ديو ښونځى زده کونکې هم دا ولولى تصديق به کړى چې دا نه الله کلام ده اونه دموسى کلام دى. دغه جفت (جوړه) کتابونه چى له ځان سره يې لرم غواړم چى درويښيم چى په رښتيايو شان اويو ندي. دلته بعضى توکى دى نه پوهيږم که چيرى ښاغلى پاستر له ماسره کمک وکړى مهربانى دى وکړى له ماسره دى کمک وکړى اوکه نه يوله دغو ليدونکو څخه به راوغوړام چى له ماسره په دى کتاب کې کمک وکړى يوازى تاسى دغه کتاب خلاص کړى ځکه زه غواړم چى دغه دواړه سره پرتله کړم او تاسى ته ښکاره کړم چى څرنګه د غوى د عيسويانو عالم ته دهوکه ورکوى د غوی څرنګه په ميلونو نو کتابونه توليدوى او عادى خلکوته دوکه ورکوى زه غواړم دغه تاسى ته ثابت کړم او زه له تاسى ښاغلى پاستر (استنلى) څخه غوښتنه کوم چى له ماسره په دغه مقدس انجيل (اصلاح شوي ترجمه ) کې مرسته وکړى . پاستر: زه! سمه ده .
ديدات: وه ديرشتمه (٣٧) هذايه خلاصه کړه زه له د غه کتاب څخه لولم او وينى چى آيا دغه دوه يودى او که نه فقط دغه يوازئى ووينى چى آيت لولم کنه.
پاستر : (٣٧) هذايه کوم آيت
ديدات: دهغه د آيت څخه د پيداکړه اول آيت.
د شيخ ديدات ويناوى
عيسويان وايې چى (Bible) (بابيل) د خداى شفاهې کتاب نه دى خو مونږ مسلمانان په دى عقيده يو چى قرآن د خداى شفاهې کتاب دى. څرنګه چې خداى (ج) خپل پيغمبر ته وايې ((قل هوالله احد)) او بياوايې (( الله الصمد)) يعنى چى(( ووايه اى محمده چى الله يو دى او الله بى نيازه دى)) قرآن مجيد شفاهې الهام دى او عيسويان په دى باور نکړى چى شفاهې الهام دى . هغوى په دى عقيده دى چى روح القدوس (( سپيڅلى ارواح)) خلکوته الهام کوى او هغوى ته احساس ورکوى چې وليکى څه شى چى هغوى غوښتل او هيله يې درلوده په دى اساس مونږ په قرآن شريف کې توليد دلغت په لغت لرو.
که چيرى له تاسو څخه هيله وشى چى تاى دده مجلس په باب وليکى څه يې ويلى . آيا تاسى داکار همغسى ترسره کړاى شې؟ لکه څرنګه چى ژورنالست يې ترسره کړى لغتونه موبه فرق (توپير) وکړى طرز د جملو هر څه په مو توپير وکړى نسبت په يوبل ستاسو . څرنگه چى مونږ ټول مسلمانان يو که چيرى تاسى هم ملهم شى دده مجلس په باب وليکى متوجه اوسى چى چاته دلته (Identical) ويل کيږى ؟
(Identical) هغه چاته ويل کيږى چى غل وى او د ادبيات له لحاظه ورته (Plagiarism) وايو هغه شخص ټول سرليکونه (متن) د يوکتاب د يوموضوع چى دبل شخص په نوم وى (Plagiarize) کوى او دعوا کوى چى دا ټول زما آثار دى . مونږ هغه ته د غلا په څير کتلاي شو او هغه شخص چى د اکار کوى بايد د دى کار لپاره جزا ورکړاى شي. بناً خداى (ج) دا کارنکړى هغه پيغمبر ته آواز نکړى او هغه له هيره او باسى چى څوک يې ملهم کړى وو . او داکار د خپل ځان نيسى چى لغت تکرار کړى دبل لغت پرځاى او ټکى د بل ټکى پرځاى تکرار کړى کامه د بلى کامى پرځاى تکرار کړى . خداى (ج) داکار نکړي او سپيڅلى روحونه دکارنکړى چى داټکى پروفيسور پاستر تشريح کوى : که چيرى عيسويان و غواړى کولاى شى هرکله چى وغواړى په الهى کلام کې خپل کلام زيات کړى خوپه اسلام يعنى په قرآنکريم کې دارنګه آيت راغلى دى (( افلايتد برون القران ولوکان من عندلله و لو حرفيه اختلافاً کثيراً))
ترجمه : آيا فکر نکړى په قرآن کې که چيرى وه غير لخواه دخداى نوپيداکړى په مو ؤ ډير اختلافات))
همدغه کار چې په قرآن کې دى بايد په انجيل کى هم تطبيق شوي وى کله چې تاسى د انجيلونو ترجمه له يوى ژبى څخه بلى ژبى ته کوى ليکونکى دلوستونکې د پوهيدلو د آسانتيا لپاره د قوس په منځ کې د خپل کلام د انجيل د متن په مقابل کې ليکى او کله چى تاسى دا کتاب په بله ژبه ترجمه کړى( ژباړي) نو بيا هماغه قوس چى د ليکونکى داخل کړى ؤ له منځه ځى او دليکونکې کلا مهر د الهى کلام پرځاى لوستل کيږى. که چيرى انجيل د خداى ريښتني کتاب دى نو دا بايد بى له دروغو او نقص څخه وى.
Great debate
Examples of Contractions in Bibles
1. Chronicles 21: And Satan stood up a against
2. Samuels 24: and a gain the anger of lord was kindled against
توپير : په يوه کتاب کې شيطان يې عامل د عمل منلى او په بل کتاب يې خداى !
1. Kings 7: They had 2000 bats
2. Chronicles 4: They had 3000 bats
توپير : د ٢٠٠٠ او ٣٠٠٠ ترمنځ توپير %٥٠ فيصد اوسيږى.
John 18: 9
هغه څوک دى چى ماته راکړى ما هيڅ يو يې تلف ( له لاسه ورکول ) کړى نه دى.
John 17: 9
هغه څوک چى له ماسره غيرله (Son of Perditions) څخه ټول ژوندى دى .
توپير : آيا يو نفر د تلفاتو په جمع کې نه راځې.
Chronicles 9: 25
Salmon had four thousand horses
Kings 4: 28
Salmon had forty thousand horses
توپير : توپير يې صرف (٣٦٠٠٠) آسونه دى.
John 1 :18
هيڅ چا خداى (ج) په هيڅ زمان کې نه دى ليدلى که چيرى يې ليدلى نوبيا هغه مړ شوى.
John 32:30
Jacobs’s خدای چى په يوه منطقه کې په نامه (Penile) وليد او هيڅ مړ نشو.
Coition’s 14:33
خداى چى د پريشانى او(confusion) عامل نه دى ليکن د صلح پدى اساس ماورته مجسمى ورکړى چى ښه نول.
Ezekiel20: 25
او قضاوت يې چى هغوى ژوندى ؤ ويې نشو کولاى .
Mathew 21: 7
هغوى مرکب ( خر) او قچره (قاطره) راوړه او جامى ئي پرى واچولى (زيات له يوه شى) او عيسى يې يپرى سپور کړ.
تبصره:
څرنګه کيدايشى چى يو شخص په يو وخت کې پر دوه ؤ حيواناتو باندى سپور شى.
دا کار په سرکس (Circus) کې امکان لرى نه په هغه زمان کې .
د پښتنو او ځوابونوبرخه
د مجلس رئيسه : او س له بل کس څخه چې چپ خواته ده هيله کوم چې راشى او خپله پښتنه بيان کړى.
پښتنه کونکې (ميرمن): څرنګه چې تاسى (ديدات) وويل چې د قرآن کتاب آخرينى وصيت نامه ده څنګه تاى داوايې په داسى حال کې چى خداى ژوندى ده او مونږ د ژوند په لحظه کې وينى او همداراز ليدلي يې يو کله چى حضرت عيسى (ع) وفات شو او حضرت محمد(ص) وفات شو ولى هغو نه غوښتل چى د نورو پيغمبرانو په واسطه خبرى وکړى.
ولى تاسى وايې چى قرآن آخرينى وصيت نامه ده په داسى حال کې چى وصيت نامه خپله ددى شاهدى ورکوى چى خداى (ج) له بشرسره خبرى کړى او هغوى داتجربه کړى او زما اوولس (١٧) کاله کيږى چې د خپل د مطالعاتو څخه ډيرى تجربى لرم او ډيرې کتابخانه مې لټولى تر څو پوه شم چې خداى(ج) نن ورځ د چا پواسطه خبرى کوى...............؟
دشيخ ديدات ځواب: مونږ مسلمانان دعوى کوؤ چى دا کتاب آخرينى وصيت نامه ده ددي لپاره چى دغه د تاسى د ټولو مشکلاتو ځواب ويونکى دى په داسى حال چى خوښونکې يانه خوښونکې وى ولى زه دا نه وايم چى ځان په څاه کې واچوى ځکه دا منطقى نه ده . داسى ډير شيان دى چې عيسى(ع) د خپل د ژوندون په کتاب کې ( ليکونکې جان) ويلي دى ( زه ډيرشيان لرم چى تاسى ته يې ووايم خو اوس تاسى هغه اخيستى (پوهيداى) نشى.
عيسى (ع) مکلف وه تر څو بشرته د قيامت تر ورځ لارښونه وکړى خو هغو خلکوته چى عيسى خطاب کول فورى مريدان يعنى هغوى مناسب پيغام اخستونکې ؤ نو عيسى وويل زه ډير شيان لرم چى تاسى ته ئي ووايم خو تاسى هغه اخيستى نشى او هغه زما سپيڅلۍ روح دى چى راغلى او تاسى پر ټولو ريښتينو ته لارښونه کوى او هر څه چى ورته راشى واضح يې بيانوى. اوس دغه سپيڅلې ارواح څوک ده ؟ مونږ مسلمانان وايو چى دغه سپيڅلې ارواح يا ( Spirt of truth) حضرت محمد(ص) دى نوزه تياريم چى له تاسو سره دليل ووايم. زه پوهيږم چې دا ټول زړنه دى خو راځى چى يو ځاى شو او له يو بل سره خبرى وکړو ځکه انجيل وايې( راځى دليل يو ځاى سره ) او همداراز قرآن وايې قل (يعنى ووايه اهل د کتاب (يهودانواو نصرانيانو) راځى چى په عامو موضوعاتو خبرى وکړو لومړى موضوع داده چى مونږ غيرله خداى (ج) بل هيڅوک او هيڅ شى د عبادت وړ نه بولو. يعنى سړيانوته عبادت مه کوى، فيلانوته عبادت مه کړى، فقط يو زات عبادت وکړى چې د شکل او جسم څخه پاک دى . هغه چى قرآن وايې چى ( اى يهودانو او نصرانيانو راځى چى په يوى عامه لار لاړشو او هغه داچى يو او يوازى خدا(ج) عبادت کړو..
څرنګه چى جان د انجيل د څلورمي سورى په لومړى آيت کې وايې(( انجيل)) : چى پر هر اروح باور مکړى يوازى هغه چى د الله (ج) له خوا راغلى وى . ارواح چى ويل يې حضرت عيسى پيغمبر دى ته خداى او د ارواح هدف مترادف کلمه ده يعنى هغه پيعمبر چى ويل چى حضرت عيسى راليږل شوي دخداى(ج) د يواځنى عقيده ده مسيحيت د دين څخه وروسته چى عيسى(ع) د خداى له خوا (لور) څخه راليږل شوي دى او مونږ په ديى عقيده دعوى کوؤ په ټول جهان کې چى د خداى (ج) راليږل شوي دى چې د امطلب يې مونږ ته وويل محمد (ص) دغه موضوع مونږ ته روښانه بيان کړه چى دقيقاً ( په ځير) همغه شى ده چى ستاسى کتاب هم ويلى او نورو پيغمبرانو هم ويلى چى حضرت عيسى(ع) د خداى له لورى راليږل شوي دى. (( دلاسو د پرقا وخت))
د مجلس رئيسه : په مننه د احمد ( ديدات) له ځواب څخه اوس پښتنه هغه شخص ته راجع کيږى.
پښتنه کونکې: زه پښتنه لرم چى تاسى دواړه ښاغلي ورته ځواب ورکولاى شى. ستاد وينا په ادا مې وايم چى ډير شواهدد باستان شناسانو (تاريخ پوهان) ثابتوى چى د انجيل کتاب د قديم له سپوتين څخه نقل شوى دى چى خپله (ګلګه مشر) چى د امورابى دوره ده کاپى او نقل دى دواړه تاسى کولاى چى ځواب راکړى د دى لپاره چى تاسى دواړو وويل چى داد خداى(ج) کلام دى. او همداراز قرآن د تورات په اساس دى اوله هيره بايد ونه باسو چى خديجه هم عيسوى وه او هغه د تره لور کلى له يوه مجاورينو څخه وه . او هغه ځاى وه چى حضرت محمد(ص) خپل الهام واخيست او همداراز بايد له هيره ونه باسو چى تاسى وويل انجيل په سويدنى ژبه يا په بابلى ژبه د لخت په کلمه څخه اخستيل شوى دى چى خپله په معنى دى( ) دى يعنى چى مطابق ، نو قرآن هم مطابق په محمد(ص) وه نو ددويم ځل لپاره خپلى موضوع ته اوړو چى آيا داسى نه ده چى دغه درى مذهبونه (يهوديت، عيسويت او اسلام) په حقيقت کې د قديم د سومدين د افسانو څخه نقل شوى دى او دغه موضوع ده چې مونږ پرى بحث کوو. آيا داسى نه ده چى دلومړى ځل لپاره يوه لويه بى رحمى د مذهبى وګړو څخه شوى ، مونږ مسيحيان او زه چى شخصاً مسيحى يم بايدله پلټنه هيره ونه باسو . نو انجيل چى د خداى(ج) کلام دى او قرآن يې هم منى چى انجيل د او نور پيغمبران ريښتيادى نو بيا دلته بعضى شيان شکمن دى. آيا مونږ عيسويانو ته دا ګرانه نه ده چى باستان شناسى شواهد دا ثابتوى چى انجيل د زوړ سپوتينين د افسانوله جملى څخه ده ؟
د عيسوى عالم استنلى ځواب: څرنګه چى تاسى وويل چى د باستان شناسى ( ) پلټنى ښکاره کړى چى نورى ليکنى (تحريرات) هم شته چى مشابه له انجيل سره دى او کله چى تاسى هغه ولولې ستاسى عقيدى په انجيل باندى زياتيږى ددى لپاره چى د انجيل تاريخ تنها د باستان شناسانو ( تاريخ پوهانو) نه تائيدکړى بلکى د نړى په نورو ګوښو کې د تاريخ ليکنى شته چى د انجيل تاريخ ثابتوى نو ستاسى په توضيح اوس دانجيل درست والى ډير روښانه شو او انجيل د پخوايو لسو دقيقو څخه خو را ريښتني دى.
د يدات ځواب: دا ډيره د تعجب وړ خبره ده چى پښتني کونکې ماته وويل چې زه عيسوى يم اوله بلى خوا ماته او استنلى ته چانس راکړه په حين وخت کې د انجيل په باب د قرآن په باب يې هم وفرمايل . لومړى داچى هغى وويل خديجه عيسوى وه(( د مرګ ترمحال )) آيا همدغه سى مو وويل پښتنه کونکې: هو همدغسى ده. زه له تاسى څخه غواړم چى ماته ثبوت راوړى او نه پوهيږ م چى دا موله کومى کړيده.((دلاسونو پړقا وخت))
نظر ورکړى ! قرآن تاسى ملګرى او دښمنان (غليمان) يو رنګ منى (قبلوى) مونږ اقرار کوؤ چى محمد(ص) يو بيسواده سړى ؤ . داسى شخص چى حتى خپل نو م يې نشو کولاى چى ويې ليکي. داسړى تاسى ته داسى کتاب راوړى چى شامل د غنايمو څخه دى. اوستاسو د ټولو مشکلو نو ځواب ورکونکى ددى خو تاسى داخبره په ونه منى يعنى دا خبره به ستاسى خو ښه نشى چى د الکول څښل يې په بشپړه توګه منع کړى دى حتى يو څاڅکى هم زه پوهيږم چى تاسى عادت کړى او شراب ( څښکى) او يا %٧ بير څښکې او وايې چى دا ټول مونږ ته خوند په برخه کوى او ګرموى مو. مونږ مسلمان په حيث له ټولو مکروهاتو څخه منع شوى يو او قرآن وايې چې هيڅ مکروه (منع) شوى څيز سره تماس مکړي . تاسى ډير مشکلونه لرى چى له هغو څخه (Surplus of women) دى يعنى د ښځو ډيروالى چى ټول لويديځ هيوادونه يې لرى ماد ټولو نفوس يې پيداکړى او مطئمين يم چې په انګلستان کې څلور ميلونه ښځى له سړيو څخه زياتى دى او په جرمنى کې ينځه ميلونه ښځى نسبت له سړيو څخه ډيرى دى او په امريکا کې ٧،٨ ميلونه ښځى نسبت په سړيو زياتى لرى زه غواړم چى و پوهيږم تاسى ددغه مشکل د حل لپاره د انجيل څخه مو څه نسخه اخيستى ده ستاسو مشکلونه نورم هم زياتيږى چې امريکا يې د يوى نمونى په شان ده. نظريه احصايه ٧،٨ ميلونه ښځى بې له ميړنو څخه دى که چيرى هره يوه له امريکايانو څخه واده وکړى نو اته (٨) ميلونه ښځى ميړه لرونکې کيږى په دي خاطر چى ٢٥ ميلونه نور وګړى د امريکا (Gay) دي يعنى همجنس باز دى چى د هغه په نسبت ٢٥ ميلونه ښځى ميړونه نشى کولاى. چې د امريکا په ننى نفوس کې موجود دى. نو %٩٨ نارينه ؤ څخه دى چې له واده سره لږه تمنالرى تاسي پوهيږى چى دغه کسان وروسته له واده څخه ضعيف وى (جنسي قدرت لږ لري) . د لاسونو پړقاوخت.
ووايې چې تاسى څه ځواب لرى ممکن تاى پرما وخاندى خو دغه ځواب دى ستاسو لپاره (پښتنى کونکې ته خطاب ) خطاب د پښتنۍ کونکې لپاره: ستاسى مشکل دادى چى تاسى په چابکتيا (عجله) کې وى اونه پوهيږى چى څه مووويل .
د مجلس رئيسه : مونږ له دواړو ويونکو څخه مننه کوو.
پښتنه کونکې: لومړى له ټول نه دپوهيدو د موقع د مساعدولو لپاره له دواړه خوا څخه ډير مننه کوم. او زه دوه پښتنۍ لرم يو له تاسو څخه پښتنه کوم (خطاب عيسوى عالم (استنلى) ته ) تاى د الجيرا د مختلفو طبقو په اړه خبرى وکړى.او زه دالجيريا څخه يمه او د خپل د هيواد له تاريخ څخه هم خبر يم هيله لرم چى تاسى په دى موقف کې چى ياست دا الجبريا د مستعمرى جوړول اويا د مستعمرى جوړونکو پواسطه جوړه شوى او نه د اسلام زه ديو ى منطقي څخه چى اسلکه بيلين په نوم ياديږى يم او هلته يو وړوکې کلي دى چې په کال ١٩٥٢ کې د فرانسى نظامي ځواکمنوپواسطه محاصره شوى وه هوکى تاسى د الجبريا د مختلفو برخو به باب پوهيږى او دهغه د ژغورولو باعث څوک ؤ.
د عيسوي عالم (استنلى)ځواب: زه ستاسى ځواب داسى در کوم چې د تاريخ په باب مونږ ډير معلومات لرو چې په تيرو حکومتونو کې چى ځانته يې مسيحيان ويل خو هيڅ علم يې د عيسى او انجيل په باره کې نه درلود او هغوي ته عيسويان ويل کيدل.
خو هغوي د ظالمان ؤ هغوى سويلى افريقا کې ؤ.او مستعمره يې نه درلودله پر اکثر هيوادونو باندى تحميلونه (په زور نيول) وکړل د عيسويت د تاريخ په رواياتوکې د وينو ډک داغونه لرى چې دا ټول د هغوي کسانو د لاسه دىچې هيڅکله يې هم انجيل څيړلى (مطالعه ) کړى نه ؤ او هيڅ ارتباط يې له عيسى(ع) سره نه درلود او فقط خيل په تنديو(وچلو) کى يو نښان لګولى وه او ويل يې چې مونږ مسيحيان يو او په حقيقت کې هغوى مسيحيان ن وؤ. او تاسي مسلمانان هم د شان مشکل لري او داسى مسلمانان لرى چى ځانته مسلمانان وايې په داسي حال کې چې له دين څخه هيڅ خبر (معلومات) نلرى. او دا تراژدى ده چى مسيحيت په کې هم وى زه د مسيحيانو له يوى کليسا سره تعلق لرم او پوهيږم چى مسيحيان وجود لرى چى واقعاً عيسى(ع) سره مينه لري او پوهيږم چې په اروپا کې هم داسى کسان شته چې د مسيحيت نوم يې متضرر کړى خو واقعى مسيحيت مينه ده او واقعى مسيحيت پرټول بشر زما وينا عمل کړى ( د لاسونه د پړقا حال)
د مجلس رئيسه : فکر کوم چې مونږ بايد مهر بانه د اصلي موضوع څخه ځان خبر کړو او په مهربانى سره کوښښ وکړى د موضوع په مطابق پښتنه وکړى.
پښتنه کونکې: زه يو پښتنه لرم له ښاغلى (استنلى) څخه هغه باور لرى چى انجيل د خداى(ج) کلام دى او همداراز په مسيح (ع) عقيده لرى نو مطابق د ١٦ سوره په ١٨ آيت څرنګه چې تاسي هم خپل لکچر کې وويل د مريضى په باب د علاج او شه توب لپاره نو دلته ذکر شوي دى که چيرى تاسي هر مړ کونکې څيز و څښکې نو تاسي ته ضررنه رسوى اوس زه يو د زهرو بوتل لرم مهربانى وکړى ليدونکوته يې ثبوت کړى چى تاسى په مسيح(ع) ريښتني عقيده لري؟
استنلى ځواب : زما ګرانه وروره ما ته د زهرو د بوتل په راکولو او غواړى چى زه هغه وڅښکم اويو نمايش اجرا کړم دا درسته ده چى مطابق په ١٦ سوره که چيرى مونږ هر مړکونکې څيز وڅښو مونږ نه مړه کيږو دا ډيره جالبه ده زه په خداى(ج) عقيده لرم اوپه خپل فاميل کې مي د مقدس ارواح ارشادات تجربه کړى د يو واقيعت په توګه او دغه مقدس ارواح مونږد راتلونکو اعمالو (کړو وړو) باندى خبروى . زما ښځى که چى په لومړي شپى کې مي غوښتل دلته راشم وى وويل د خپل ځان خيال وساته کيداي شى چې څوک زهر درکړى (دلاسونو پړقا وخت) کله چې زه د سهيل په واسطه د عوت شوم چې د شپى ډوډى له ديدات سره وخورم زما ښځى راته وول د خپل ځان متوجه اوسيږه تاسى پوهيږى چى ډير مسلمانان بعد له مسيحى کيدو څخه مړه شوى دى . نو اوس که زه دا وڅښکم نو وپه وينى چې وبه وليږم (ليدونکې نه نه ونه څښکې) اوس تاسى دى ته غوږ ونيسى چى زه لومړى څه څيز ځواب در کوم اوبښى غوږ ونيسى تاسى له ماڅخه پښتنه وکړه چى آيا زه په عيسى (ع) عقيده لرم زه غواړم چى دا تاسى ته ووايم په عيسى (ع) څرنګه چى په کازپل (Gospli) يعنى د حضرت مسيح په ژوند نامى کې د خداى(ج) زوى دى . اوبل داچې قرآنکريم له دى څخه انکار کړى چى حضرت عيسى(ع) مصلوب (ځړول) شوي نه دى او قرآن نه قبلوى ( نه منى ) چى عيسى(ع) مسيحى ؤ او زه په هغه څه عقيده لرم کوم چى انجيل د عيسى (ع) په باب ويلي ((نو وويل شو چى حضرت عيسى بادشاه د بادشاهانو دى او خداى د خدايانو دى اومساوى له خداى سره دى)) د لاسونو پړقا وخت، ګرانه وروره غوږ ونيسه يو ورځ شيطان عيسى(ع) ته ځان نږدى کړى وه او ويې ويل چى خپل ځان له يوه جګ ديوال څخه واچوه اوپدى کار لکه نمايش ور وښايه چى ته د خداى(ج) زوي يې . او همداراز کله چى عيسى(ع) دا يرود بادشاه څنګه ولاړ هغه ورته وويل خپلى معجزى را وښايه تر څو وخت ښه تير شى. (ديدات ته خطاب) تاسى وويل چى دبابيل يا انجيل کتابونه په توپير يا اختلاف کې دى ( وروسته د تالار د حاضرينو له شور ماشور څخه( استنلى زياتوى) پنځه دقيقى ماته وخت راکړى مخکى له دى چى مې ووژنى (په غوسى ) او زه دا تاسى ته وايم چى حضرت عيسى(ع) د ايرود بادشاه څنګ خپله خوله وازه نکړه نظربه ((Dcriptur)) مقدس کتاب باندى حضرت عيسى(ع) نمايش ورنکړو او خپله معجزه يې ښکاره نکړه نو نن چى تاسى شيطانى خاصيتونه لرى او زه هيڅکله د شيطان څخه پيروى نکوم او زه نه غواړم چى نمايش (ننداره) اجرا کړم او زه دا هم وايم چى حضرت عيسى (ع) هميشه غوښته چى خلکوته صحت ور وبښي نه داچى د مريضى باعث په خلکو کې شى. هغه ژوند غوښته او هيڅکله يې نه غوښتل چى خلک الکولو دوا او نورو مړه کونکيو نوشابو (څښکيدنکې) باندى و وژنى دا شيطان ده چى هميشه نقصان او ضررمنځ ته راوړى او حضرت عيسى (ع) هميشه درس ورکاوه
؛د مجلس رئيسه: د ښاغلى استنلى څخه مننه بلى پښتنى ته مراجعه کوو.
او له تاسى څخه غوښتنه کيږى چى خبروته غوږ ونيسى تر څو مونږ وکولاي شو هغه پوښتنه چى مطرح کيږى. په واضح شان يې واورو او له تاسى څخه په صميمانه ډول غوښتنه کوم چې د پښتنى د ځواب ورکولو په وخت کې چپتيا غوره کړي.
د مجلس رئيسه ( خان) ګرانو ورونو او خويندو په مهربانى سهر خپل احساسات کنترول کړى ځکه د نن شپى اخيرينى دقيقى دى او مونږ فقط د يو آخرينى پوښتنى لپاره وخت لرو.
پښتنه کونکې : زما پښتنه مستقيماً ښاغلى ديدات ته راجع کيږى او هغه د ترجمى مسئله ده مونږ ټول پوهيږوو چى ډيرى ژباړنى ( ترجمى) د قرآنکريم څخه هم موجودى دى چى يو له بل سره نسبتاً توپير لرى ددى لپاره چې هر ژباړونکې د يوکتاب په ژباړنه کې خپل لغت نامه استعمالوى هر ژباړونکې مختلفه لغاتونه په کتاب کې داخلوى خو هيڅ يو نشى کولاي اصلى مفهوم چى په عربى ژبه کې وى هغه بيان کړى نو تاسى دا ماته واضح کړى ځکه چى تاسى مونږ ته ډيرى توجه د انجيل څخه مو راوښودل چى يو له بل سره متفاوتى دى نو خپله اصل موضوع يې چى اصلاً د يونانې ژبى څخه اخستيل شوى ده هم د ژباړونکو په واسطه تغير يې خوړلى .
د ديدات ځواب : هوکې همداشان ده زه د هغه د ترجمى او طرز په باب کومه د عوا نلرم لکه په (King) انجيل او (Jims) کې يوه موضوع پنځه ځله تجديد نظر شوى ده يعنى چى په هر يوکې يوه موضوع کمه او زياته شوى په يوه کې ووه (٧) کتاب زياد او په بل کې ووه (٧) کتاب کم شوى او همداراز په ١٦ سوره ټول هغه کلامونه په يوه له کتابونو څخه دو کانې (Twins) په کلي کې توګه وجود نلري ددي لپاره چى ويل شوى دا د پخوانيو اسنادو کې موجود نه ؤ. خو په قرآن شريف کې هره ژباړنه د خپل اصل متن سره يعنى عربى ضميمه شوى نو په حقيقت کې خپله دا عربى د خداى کلام دى نه ژباړنه ( ترجمه) د هغه . د خداى(ج) عربى قرآن دى . هيڅ ژباړنه د هغه په شان اهميت نه لرى خو په انجيل کې داسى مشکل ده چې زه کولاى شم تاسى ته صفحى راوړم چى يو اوپه بل کې (هيڅ) راغلى او هيڅ ځواب دهغه لپاره راوړى شوي نه دي يعنى مفهوم يې نا معلوم دى په يوه کې د آسونو شمير په څلور زرو(4000) اوپه بل کې په څلويښتو زرو(40000) آسونو رسيږى او په ډيرى نرمى ويل شوي چى دا څلور شروع شوى نو بناً تر څلويښتو خلاصيږى او په يوکې دولس زره سپاره آسونه موجود دى او ويل شوي چى وروسته له څلويښتو کلونو هم تعداد د آسونو د سپاريدونکو په دولسو زرو رسيږى يعنى هيڅ تغير يې خوړلى ندى (څلويښت کلونوپه جريان کې).
نو له د ځاى څخه معلوميږى چى دا ټول د خداى (ج) دلايل نه دى شيان د انجيل څخه دى کلام د پيغمبر (حضرت عيسى(ع)) نه دى د تاريخ پوهانو کلام په انجيل کې دى او همداراز زه دا وايم چى ډير داسى شيان په انجيل کې دى چى يو شريف انسان يې هغه خپل مور خور او حتى خپل نامزاد ته لوستلى نشى که چيرى نامزاد يې ښه ښځه وى . دا هغه شيان دى چى زه يې وايم او زه دا هيڅکله نه وايم چى په تمامى توګه د خداى(ج) کلام په انجيل کې نه دى او بيا وايم چې د خداى(ج) کلام د عيسى (ع) کلام ( قصى او ژوند نامى د حضرت عيسى(ع) ) او د تاريخ ليکونکو ياداشتونه (يادونى) وجود لرى خو په عمومى ډول هر انجيل د خداى(ج) کلام نه دى. ( دلاسونو د پرقا وخت).
د مجلس رئيس (خان) مننه د ښاغلى ديدات او استنلى څخه د معلوماتو ډکو خبروڅخه. ګرانو ورونو او خويندو دواړه موضوع ګانى يې ستاسى په خدمت کې بيان کړى او اوس تاسى قاضى شى او ووايې چى پټ واقيعت څه شى دى ځکه موضوع ستاسى او ستاسى د خالق په منځ کې دى او همداشان له هغو کسانو څخه چى د هرفرصت د مساعدولو لپاره يې مرسته کړى ډيرمننه کوو. ګرانو ورونو او خويندو صباه هم يو تاريخى فرصت به وى بناً ډيرکوښښ وکړى تر څو خپل ځان هلته ورسوى دا فرصتر صباه (٧) بجى د فينکس په قصرکې له داير کيږى ستاسى له راتلو څخه ډيره مننه او اوس له مجلس رئيسى نه غوښتنه کوم تر څو خپله آخرينى وينا واوروى.
اسلام عليکم والاخر دعوا........
د مجلس رئيسه: زه هم ستاسو له راتلو څخه مننه کوم هيله لرم چې تاسى په وروستنې فرصت کې هم ووينم.

