تبليغاتX
هيله

Sat 15 Dec 2007

خطا

خطا

 

چې له کومې ستا په زلفو کې راگیر شوم

له هغې نه را په دې خوا هوا گیر شوم

په اول کې ښه خوشحاله او خندان وم

زه چې کله ستا په مینه کې اسیر شوم

دغه مینه راته هر څه نه وه تیره

بس همدا به مې ویل چې زه امیر شوم

ښکلو سره مینه ځان دوکه کول وي

نو همدا وه چې دوکه په خپل ضمیر شوم

قسمته ولې دی لوبه راسره وکړه

زه دې خپل ځان ته حیران کړم او فقیر شوم

له ازله داسی نه وم چی دا اوس یم

خپل نصیب می راته اور شو او زهیر شوم

بیابه نکرم په توبو می دی توبه وی

نورنو پوه شومه خاوند زه د تدبیر شوم

 

ليکونکی محمدجان حسنی 10:33 AM |  موضوع:   • 

Tue 4 Dec 2007

د یار حسن

 

 

د یار حسن

لیکوال:محمد جان "حسنی"

ته مې ولیدې په تا باندې مين شوم
گلې ستا دمخ رڼا باندې مین شوم
 نازونه او کرشمې چې تا کولې
گرانې ستا هره ادا باندې مین شوم
په سرو شنډو به موسکئ شوې غلې غلې
ستا دسروشونډو موسکا باندې مین شوم
سترگو لاندې چې دې ماته راکتلې
غلچکو سترگو په غلا باندې مین شوم
او که لنډ يې درته ووایم جانانه
خدای درکړې دې ښکلا باندی مین شوم

ليکونکی محمدجان حسنی 9:59 AM |  موضوع:   • 

Thu 29 Nov 2007

هايكو

هايكو

ليکوال:محمدجان حسني

 

ډالرو غم راخيستي دي چارواكي

ملت غم دهيچا په زړه کې نشته

وطن به څوک ودان کړی چې دا حال وي

 

 

ليکونکی محمدجان حسنی 8:25 AM |  موضوع:   • 

Thu 29 Nov 2007

هايكو

 

 

 

 

 

هايكو

ليکوال:محمدجان حسني

 

د ژوند مانا واقع كې تلل راتلل دي

ددي مرام بدليږي نه دا واوره

څوك ځي څوك به راځي دغې دنيا ته

 

 

ليکونکی محمدجان حسنی 8:22 AM |  موضوع:   •