Fri 18 Jan 2008
طنز
ليکوال:محمدجان حسني
دښځو چارو وزارت کې مې جمعه ګل کاکا وليد چې سر يې ببر شوې وو ،سترګې يې سرې وې اوغونج مخ او او تندى يې نيولې وو او دژمي سړې هوا د لاسه يې ځان په يو څادر کې راټول کړى وو او ګومان کوم چې دننوتلو تکل يې درلود.
زه خو ډېر حيران شوم اود ځان سره مې وويل چې داد خداى بنده دلته څه کوي پدې حال چې دى دلته ولاړ دى په همدغه حالت خو ښځې دلته راځي اود خپل مېړنو اونورو څخه شکايت کوي نو بيا هغه دلته!؟
نيږدې ورغلم او د سلام علېک نه وروسته مې ترې وپوښتل چې دلته څه کوي هغې خوارکي چې وضع يې ډېره خرابه وه په غلي اواز يې وويل:
مجبوري ده څه به وکړم خداى راوستې ده.
او همدا وه چې په خپلې غمجنې او دردونکې کيسې يې راته پيل وکړ او ويل يې چې پلانۍ ورځ مې مېرمنې ووهلم،پلانۍ ورځ يې له کوره وشړلم،هغه ورځ يې را باندې ظلم وکړ، دغه ورځ يې بېخونده کړم او ...
ملا صېب اوڅو تنه سپين ږيري مې ورپسې راوستي وو هغوي ورته نصيحت وکړ اوملا صېب خو ورته ويل چې که مړه شوې او خاوند دې درنه راضي نه وو نو دوزخ ته به لاړه شې.خو افسوس چې په يوه غوږ يې واورېدل او په بل يې بېرته وويستل نو بيا مې وويل چې اوس څه وکړم او چېرته لاړ شم.ښځې خو خپل وزارت ته ځي او عرېضه کوي نو زه کوم وزارت ته لاړ شم او څه وکړم بس د خداى په امېد دلته راغلم که چېرته مې دا لويه ستونزه دلته حل شي او دوى را سره کومک وکړي.
د غريب دغه خبرو مې زړه را مات کړ او خداى شته چې ډېر پرې خواشينى شوم د ځان سره مې وويل که زه ولسمشر شوم او واک مې تر لاسه کړ نو دغسې سړو ته به ارومرو يو وزارت جوړوړم هسې هم دلته د وزارت جوړول رواج ګرځېدلې هيڅ پروا نلري خو يوې خبرې ته مې پام وي چې وزير به يې يو پخوانې قومندان ټاکم ځکه دا هم يو رواج اوعنعنه شوې ده.
Tue 25 Dec 2007
دا هر څه ولې؟
دا هر څه ولې؟
ليکوال:محمدجان"حسني"
هرې خوا كې وژل كيږولاوسلې دي
نن سبا مو په وطن کې جنګ جګړې دي
ټول بيكوره شو له ژونده يو بيزاره
هيلې مو شوې خاورې مړې زمونږ ډيوې دي
نښه كړي يو ټانكونو اوتوپونو
اور شعلې موپه كورونو را خپرې دي
نه مو دوست شته نه مو پاتې كوم خواخوږی
پل په پل بيا راروانې تورې شپې دي
شهيدان چې يي پلرونه شول جهاد کې
نن د هغو يتيمانو سترګې سرې دي
خدايه ولې دې دا حال پر مونږ راوستې
چې اوچتې مو د ځوان زاړه نعرې دي
پسرلی هم رانه په تيښته كې دې خدايه
نو باغچې ددې ګلبڼ مو بيا سپېرې دي
"حسني" ودان وطن له ربه غواړم
تل لاس په دعا يم دغه مې جملې دي
